افغانستانخبرونه

خلک :د بې روزګارۍ د دايمي ختمېدو لپاره دې حکومت بنسټيزې پروژې پلې کړي

په جلال آباد ښار کې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام له لوري د ښار په لومړۍ، دويمه، درېيمه او څلورمه ناحيه کې د ((يو اين هبيتات)) موسسې په مالي ملاتړ د ښاروالۍ تر چتر لاندې د ښار په داخل کې د ويالو او لښتيو پاکولو چارې پيل شوې.د ښاروالۍ وياند بختی جان مراد وايي: په ياد پرورګرام کې سلګونه بې روزګارو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې.نوموړی وايي: د ښاروالۍ د تنظيفاتو کارکوونکي هم وخت ناوخت د ښار د بېلابېلو برخو او ويالو د پاکولو هڅه کوي او دا لړۍ به يې دوام کوي.مراد زياتوي: (( د ښاروالۍ په هڅو د ((يو اين هبيتات)) له لوري د ښار په څلورو ناحيو کې سلګونو تنو ته د کار زمينه برابره شوې او دغه خلک د ښاروالۍ تر چتر لاندې د تنظيفاتو په برخه کې کار کوي چې په دې سره د ښار ويالې او لښتي هم پاک شي.))په همدې حال کې هغه کسان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په دې پروسه کې شامل شوي، د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې له پيل شوي پروګرامه خوښ دي.د فهيم خان او زر جان په نامه دوه کاريګر وايي ، چې په هېواد کې روان بد اقتصادي وضعيت کې ورته د کار زمينه برابره شوې او له همدې لارې خپلو اولادونو ته يوه مړۍ حلاله نققه ګټي.فهيم خان زياتوي: ((زه له ښوونځي څخه فارغ شوي يم، خو اوس مو کورنۍ ډېره ناچاره ده او ما ته دلته د کار زمينه برابره شوې، ځکه دلته هم کار کوم او هم کورنۍ ته نفقه ګټم.زرجان زياته کړه: (( وخت خو ډېر ځوروونکی دی، ځکه ټول خلک بې روزګاره دي او فقر او بېوزلي زياته شوې، چې په دې وخت کې موږ ته د کار زمينه برابره شوې، ډېر خوشحاله يو؛ کار هم کوو او نفقه هم ګټو.)) د يادو ګاريګرو له ډلې تواب او حيات الله بيا له حکومته د ياد پروګرام له غځېدو سره سره غوښتنه کوي، چې په هېواد کې دې د شته بې روزګارۍ د ختمېدو لپاره پر بنسټيزو پروژو غور وکړي.تواب زياتوي: (( غريبي ده او دا کار صرف د يوې مياشتې لپاره دی، خو غوښتنه کوو، چې د کار دا پروسه دې اوږده کړي او هم دې حکومت خلکو ته د دايمي کار د پيدا کولو زمينه برابره کړي.))حيات الله زياتوي: ((له حکومت څخه مو دا غوښتنه ده، چې خلکو ته دې د کار زمينه برابره کړي ځکه په دې سره به خلک هم په کار شي او هم به هېواد آباد شي.)) د نظر څښتنان هم په هېواد کې د بې روزګارۍ د مخنيوي لپاره د دا ډول پروژو پلي کېدل ګټور بولي، خو ټينګار کوي چې د بې روزګارۍ د دايمي ختمېدو لپاره دې بنسټيزې پروژې پلې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *