افغانستانخبرونه

خليل الرحمن حقاني: د اسلامي امارت پر شته امکاناتو به د سېلاب ځپلو لاسنيوی وکړو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني بغلان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مرکزي بغلان، نهرين او برکي سيمو له سيلاب ځپلو سره په ناسته کې ويلي؛ د ټولو ملکي او نظامي ادارو کاري ټيمونه لاس پکار دي او چمتو دي، چې ټولو زيانمنو سيمو ته خپل خدمتونه ورسوي.

ښاغلي حقاني د سيلابونو له امله زيانمنو شويو کورنيو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت ستاسو ترڅنګ ولاړ دی،  (( موږ يوازې د ميز پر سرلاپې نه وهو، بلکې څومره امکانات چې موږ په لاس کې لرو، د زيانمنو کورنيو لاسنيوي پرې کوو))نوموړي په خپلو خبرو کې د هېواد له شتمنو، سوداګرو او ټولو خيريه بنسټونو غوښتي، چې د بغلان ولايت د زيانمنو شويو کورنيو مرستې ته راودانګي او په هره برخه کې چې  توان لري بايد د دوي لاسنيوي وکړي.د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د نورو ادارو ترڅنګ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير، د يو شمير رياستونو رئيسان او کاري پرسونل ټول د بغلان ولايت سيلاب ځپلو سيمو کې شتون لري او زيانمنو شويوکورنيو ته خپل خدمتونه ترسره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *