
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د کابل په بادام باغ سيمه کې د نيالګيو اېښودلو پسرلنی ملي کمپاين پيل شو.د اسلامي امارت مسئولين وايي: په افغانستان کې تېرو جګړو او ناخوالو هوا او اوبو دواړو ته سخت زيان اړولی دی،چې د دغه زيان د مخنيوي يوازېنۍ لاره د نيالګيو اېښودل دي او له هېوادوالو يې غوښتنه دا ده چې د نيالګيو په اېښودلو کې برخه واخلي.د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په ياده غونډه کې د هېواد زرغونتيا په پار له هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې هر يو افغان بايد يو يو نيالګی کېږدي او د هغه پالنې ته جدي پام وکړي.د ده په خبره، که څه هم له يوې خوا د بېلابېلو سون توکو کارول د افغانستان هوا ککړه کړې، له بلې خوا د څو لسيزو په اوږدو کې د بهرنيانو له خوا د خطرناکو ماينونو او کېمياوي موادو کارول خپلې اغېزې پر ځای پرېښي دي.(( د دې ککړ چاپېريال او وژونکو کېمياوي موادو له تاثيراتو د خلاصون يوازېنۍ لاره د ونو، بوټو او د فصلونو کرل او د افغانستان زرغونول دي. که دې برخې ته ټول کار وکړو،نو له هغو ستونزو چې بهرنيانو راته په ميراث پرېښي خلاص به شو.))له دې سره جوخت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د نيالګيو اېښودلو په ملي کمپاين کې د خبرو پر مهال وويل، د خوښۍ ځای دی، چې سږکال په بشپړ امنيت کې په ملي کچه د نيالګيو اېښودل پيلوو: ((د تېرو جګړو د اثراتو له منځه وړلو لپاره چې زموږ هوا او اوبو ته يې زيان اړولی د هر يو افغان ايماني او وطني مسئوليت جوړېږي ،چې د هېواد د زرغونتيا لپاره د خپل توان مطابق نيالګي کېږدي. )) بل لور ته د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت وزير عطالله عمري له شتمنو افغانانو او پانګه والو وغوښتل ،چې د خپل توان مطابق نيالګي کېږدي:(( ټولو کورنيو او بهرنيو خصوصي سکتورونو ته بلنه ورکوو،چې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي، په دې برخه کې د کرنې وزارت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. که تاسې غواړئ د افغانستان په هره برخه کې پانګونه وکړئ موږ به درته ښه زمينه برابره کړو.))د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې کابل ښاروالۍ د کابل په مختلفو ناحيو کې د شاوخوا ۶۰۰ زره نيالګيو اېښودلو لوی کمپاين تر سره کړی و.