
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ ه ق کال د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه جوړه شوه.په دې غونډه کې د توظيف شويو کمېټو له لوري د مخکېنيو ناستو پر دوام د بانکونو په واسطه د حاجيانو د پيسو د راټولو او لېږد او د هوايي شرکتونو له لوري د ۱۴۴۴ ه ق کال حاجيانو د پروازونو د ترتيب، دوی ته د پاسپورټونو او اړتيا وړ واکسينونو برابرولو او تطبيق او د کډوالو افغانانو د سهميې په اړه راپور وړاندې شو، چې په اړه يې د حج او عمرې ملي کمېټې له لوري لازم تصميمونه ونيول شول. همداراز د حج پروسې د چارو د لاښه انسجام او غوره همغږۍ په موخه له اړوندو ادارو څخه د يوې کميټې او د حاجيانو لپاره د مرکز او زونونو په هوايي ډګرونو د لازمو آسانتياو د رامنځته کولو په موخه توظيف او دنده وروسپارل شوه ،ترڅو د حج پروسې تر پای ته رسېدو پورې وخت په وخت د خپلو اجرااتو راپور د حج او عمرې ملي کميټې ته وړاندې کړي.