افغانستانخبرونه

حکمتیار: اوسني بریدونه د صلیبي اشغال تسلسل دی

کابل کې د پرونۍ چاودنې په اړه د اسلامي ګوند د مشر څرګندونې

پلازمېنه کابل کې په بهرنیو چارو وزارت پروني ترهګریز برید ته د غبرګونونو پر دوام د افغانستان د حزب اسلامي ګوند رهبر “اینجینر ګلبدین حکمتیار” ویلي، چې ‏پرونی برید د هماغه صلیبي اشغال تسلسل دی، چې ظاهراً ووتل؛خو د استخباراتي کړیو په واسطه به دغه ډول بریدونه تر سره کوي.

د نوموړي په خبره جګړه نه ده ختمه، خو بڼه یې بدله شوه.
داعش یوه وسیله ده، چې د بهرنیو استخباراتو له خوا لوبول کیږي. اصلي طراحان هماغه مات شوي اشغالګر دي.

ښاغلي حکمتیار د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې ‏له دغو ناوړه دسیسو څخه د خلاصون لاره دا ده، چي امنیتي کمربندونه تقویه شي، استخباراتي څار لا زیات شي، نیول شویو مجرمینو ته علني سزا ورکړل شي او تحقیقات تري وشي، چي په لوړه سطحه د چا له خوا ګمارل شوي، بیا هغه ټول شواهد پر نړیواله سطحه د هغه هیواد پر خلاف درج شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *