
په افغانستان کې د برېتانوي شهزاده هري وروستيو څرګندونو ته د غبرګونونو په دوام د حزب اسلامي ګوند مشر انجنير ګلبدين حکمتيار ويلي: د هري له اعترافه څرګنديږي چې د ناټو ۱۶۰ زرو عسکرو به څومره افغانان وژلي وي.
ښاغلي حکمتيار پرون په “ايمان” جومات کې د جمعې په خطبه کې وويل: په رسنيو كي دا بوږنوونكى خبر هم خپور شو چي شهزاده هري؛ چي د بريتانيا له سر تېرو سره يو ځاى افغانستان ته د جنګ لپاره راغلى و؛ اعتراف يې كړى چي ۲۵ افغانان يې وژلي دي له دې قياسولى شئ چي د برېتانيا ۱۵ زرو سرتېرو به د افغانستان د شل کلن اشغال په اوږدو کې څومره افغانان وژلي وي.
ښاغلي حکمتيار دغه راز زياته کړې ده چې د ناټو ۱۶۰ زره سرتېرو به څومره افغانان وژلي وي.
د هغوى سرتېري د شهزادګانو په شمول راغلي وو چي د افغانانو په وژلو سره خپلي نښي پخې كړي؛ په كوم پټي كي به يې چې بزګر وليد چي په كار بوخت دئ؛ نو له لري واټنه به يې په نښه كړ؛ او وبه يې واژه؛ ويډيو به يې ترې جوړه كړه؛ په دې يې هم اكتفاء نه كوله؛ يوه ګوته به يې ترې غوڅه كړه او له ځان سره به يې د عملي ثبوت په توګه وساتله.
دا ويډيوګاني په غربي رسنيو كي ښودل شوي!! دا دی ګورئ چې د دوى شهزاده د افغانانو په وژلو فخر كوي!! په داسې حال كي چي دلته يې جګړه له يوه مظلوم، بې وزلي او فقير ولس سره وه چې د خپلي آزادۍ لپاره يې په تش لاس د اشغالګرو خلاف مقاومت كړى.
نوموړي په پای کې ويلي، چې خداى دي پر دوى “برېتانويانو” هم هغه ورځ راولي چي په لومړۍ او دويمه نړيواله جګړه كې ورسره مخامخ شول چې پر لندن هم بمونه واوريږي.