خبرونهنړۍ

حماس: د اوربند په هکله د بايډن څرګندونې د امريکا تعصب څرګندوي

هيواد: له هغه وروسته چې وړمه ورځ د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر جوبايډن په غزه کې د اوربند په هکله وويل چې که چېرې حماس اسرائيلي بنديان خوشې کړي، اوربند ټينګېږي، حماس يې په وړاندې توند غبرګون ښودلی. حماس ويلي، چې موږ د بايډن دريځ غندو  او دا د خبرو اترو د وروستي پړاو له پايلو څخه د تېښتې او پر شاتګ په معنا دی. د بايډن دريځ د نازي صهيونيست حکومت په مشرۍ د جرمي پاليسۍ په وړاندې يو ځل بيا د امريکا تعصب څرګندوي. د بايډن دريځ د تروريستي نيواکګرو پوځ ته د غزې په تړانګه کې د  وژنې او ويجاړولو لپاره لا ډېر وخت ورکوي.حماس وايي ،چې د اوربند په هکله د بايډن څرګندونې د امريکا تعصب څرګندوي. له هغه وروسته چې وړمه ورځ د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر جوبايډن په غزه کې د اوربند په هکله وويل چې که چېرې حماس اسرائيلي بنديان خوشې کړي، اوربند ټينګېږي، حماس يې په وړاندې توند غبرګون ښودلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *