
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه ويلي، چې د نويو رسنيو د رامنځته کولو لپاره د جوازونو اخيستو ته د خلکو لېوالتيا زياته شوې. د دې وزارت پر رسنيو د څار مسئول عبدالحق حماد وايي: که څه هم اوس د نويو جوازونو د وېش لړۍ د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د رسنيو د نوي قانون تر تصويب او توشېح پورې ځنډلې ده، خو بيا هم ډېر خلک د جوازونو غوښتنه کوي.حماد وايي: د دغې لړۍ له ځنډېدو وړاندې هم لسګونه د نويو رسنيو او رسنيزو بنسټونو جوازونه وېشل شوي دي: (( د اوس لپاره موږ په افغانستان کې نږدې ۳۰۰ تصويري، صوتي او چاپي رسنۍ فعالې لرو، د اسلامي امارت له راتګ وروسته نږدې ۵۰ رسنيو او نهادونو جوازونه اخيستي دي، ۹۶ يوټيوب چينلونو نوي جوازونه اخيستي او ۱۳۱ رسنيو بيا خپل جوازونه تمديد کړي دي.)) د رسنيو او خبريالانو له حقونو د دفاع بنسټونه د نويو رسنيو هرکلی کوي او له حکومته غوښتنه کوي چې تړل شويو رسنيو ته هم جدي پاملرنه وکړي.