
د جوزجان د کانونو رياست مسئولين وايي، چې د دې ولايت د کانونو په عوايدو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.
د جوزجان د کانونو رېيس ابوالفضل احمديوايي: دغه رياست د کانونو د قراردادونو له لارې په تېرو پنځو مياشتو کې څه باندې درې ميليونه او ۵۶۴ زره افغانۍ عوايد ټول کړي چې د تېر کال په پرتله درې سلنه ډېروالي ښيي.
د نوموړي په وينا، د تېر کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د دغه رياست عوايد دوه ميليونه او ۲۳۴زره افغانۍ وو.
د جوزجان د کانونو رئيس ابوالفضل احمدي زياته کړه چې دغه ولايت کې يې په خپلسري توګه د کانونو د استخراج مخه نيولې او د يوې ځانګړې تګلارې سره سم يې کانونه اړوند قراردادي شرکتونه وکړي او استخراجېږي.بلخوا دغه ولايت کې يوشمېر پانګهوال د دوی لپاره رامنځته شوې اسانتياوې او د امنيت ټينګښت ستايي.د جوزجان د کانونو رياست د مسئولينو په وينا، دغه عوايد يې د رېګدريايي، خاکګج، يتيم تاغ، د ديبقلعه کان او د کلفت کان څخه ترلاسه کړي دي.