
د جوزجان د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئيس سراجالدين سراجي رسنيوته ويلي، چې د دغه ولايت په خماب، فيضآباد، خواجهدکوه، قوشتپې، درزاب، مرديان، منګجيک، آقچې، قرقين او خانقاه ولسواليو کې ۳۴۰۷ څاروي د سختو سړو له کبله مړه شوي دي.د نوموړي په وينا: ياد شمېر څاروي د سړو له امله مړه شوي او لا هم په دغه ولايت کې د مړو شويو څارويو او خلکو ته د اوښتو زيانونو د شمېرو را ټولولو بهير روان دی.که څه هم ځينې سرچينې په جوزجان کې د سړې هوا له کبله د خلکو د مړينې خبر هم ورکوي، رسمي سرچينې په دې اړه خپاره شوي معلومات ناسم بولي.
دا داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يوشمېر کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.