
په افغانستان کې د ترکيې سفير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال سره د ليدنې پر مهال ويلي ،چې له افغانستان سره يې اړيکې د پراخېدو په حال کې دي او هېواد به يې تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي. د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې په افغانستان کې د ترکيې سفير جهاد ارګيناي د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال سره وليدل. سرچينه زياتوي، ستانکزي په ترکيه کې د وروستۍ زلزلې په اړه له نوموړي سره غمرازي وکړه، د پېښې قربانيانو ته يې د مغفرت او ټپيانو ته د روغتيا غوښتنه وکړه. سرچينه وايي د ترکيې سفير د اسلامي امارت له اعلان شوې مرستې او غمرازۍ مننه وکړه او زياته يې کړه، چې له افغانستان سره يې اړيکې د پراخېدو په حال کې دي او دغه هېواد به تل د خپلو افغان ورونو ترڅنګ ولاړ وي.