
د جرمني د سولې کلي په نامه د خيريه بنسټ پلاوی د راتلونکې سبا (چهارشنبه) افغانستان ته راځي ترڅو هغه ماشومان په نښه کړي چې درملنه به يې په جرمني کې کېږي. دا خبره د سرې مياشتې ټولنې وياند عرفان الله شرفزوي کړې او ويلي يې دي ،چې په جرمني کې د درملنې لپاره هغه ماشومان غوره کېږي ،چې په اور سخت سوځېدلي يا يې هډوکي مات شوي او په هېواد کې دننه يې درملنه ستونزمنه ده. شرفزوي ويلي، چې د دغو ماشومانو د پاسپورت او ويزې په ګډون نور ټول لګښتونه به د سرې مياشتې ټولنې په غاړه وي او په جرمني کې درملنه به يې د جرمني د سولې کلي بنسټ په وړيا توګه کوي. د افغاني سرې مياشتې ټولنې وياند همدارنګه ويلي، په هره دوره کې له پنځوسو نه تر سلو پورې ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته بېول کېږي او درملنه يې شپږ مياشتې وخت نيسي.