افغانستانخبرونه

جبل السراج ولسوالۍ کې  ۴۰۰ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرېږي

د پروان د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي، چې په  دغه ولايت کې د يوې ژورې څا د کيندنې چارې پيل شوې دي د ياد ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژانس خبريال ته ويلي، چې د دغه ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په حاجي ګوهرخان سيمه  کې د ټولنيز معيشت پروګرام له لوري د ۶۱۷ زره ۹۰۰ افغانيو په لګښت د ۱۲۰ مترو په ژور والي د يوې څا د کېندلو چارې پيل شوي، چې په بشپړېدو سره به يې ۴۰۰ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شي.دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ياد ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ژورو څا ګانو په کيندلو سره سلګونو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *