افغانستانخبرونه

جاپان په افغانستان کې د ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره ۶،۹ ميليونه ډالره مرسته کوي

هيواد : د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، له جاپان سره په ګډه يې په افغانستان کې د ساري ناروغيو سره د مبارزې په برخه کې د  شپږ اعشاريه نهه ميليونو ډالرو پروژه لاسليک کړه. د خبر پر بنسټ، دغه سازمان زياته کړې: ياده بوديجه يوازې د ساري ناروغيو د مخنيوي په برخه کې لګوي. د رغتيا نړيوال سازما (WHO) په وينا، د جاپان د همکاريو نړيوال سازمان (جايکا) سره به د ساري ناروغيو په دغې ګډه پروژه کې له ۷۶ زره څخه زياتو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کړي. د روغتيا نړيوال سازمان پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي، چې په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکټر لوو داپينک د جاپان د همکارۍ نړيوال سازمان سره د  شپږ اعشاريه نهه ميليونه امريکايي ډالرو ګډه پروژه په جاپان کې لاسليک کړه.د روغتيا نړيوال سازمان وايي: په دې ګډه پروژه کې به په افغانستان کې د ساري ناروغيو د اغېزو د مخنيوي او کمولو په برخه کې له ۷۶ زره څخه ډېرو کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *