
د لغمان د پوهنې رياست د نشراتو مسئول شاه ولي نقشبندي وايي، چې شانتي رضاکاره ټولنه د جاپان په مالي لګښت ددې ولايت مرکز اړوند د سلطان غازي بابا د انجونو په منځنۍ ښوونځۍ کې يو باب مجهز او عصري کتابتون جوړوي ،چې ۱۹۴۰۰۰ ډالر لګښت پرې راځي کارونه يې روان دې او د ۸ مياشتو په موده کې به يې کارونه بشپړ شي.د يادونې وړ ده، چې يادې موسسې له لغمان پرته نورو ولايتونو کې هم ورته پروژې تطبيق کړي دي.بل لور ته د اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد د يادو پروژو د تطبيق ساحې ته ورغلي او د هغوی له ساختماني چارو يې ليدنه کړې ده، هغه له مسئولينو څخه دمننې ترڅنګ د موساتو د کارونو ستاينه وکړه ،چې په علمي برخو او مراکزو کې پروژې پلي کوي نوموړي ديادو پروژو مسئولينو څخه غوښتنه وکړه چې ورته پروژې دې ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې پلي کړي.نوموړي همداراز دپروژو مسئولينو ته نيمګړتياوې په نښه کړې او دپروژو دښه تطبيق په خاطر يې ورته ته لازمې لارښوونې او سپارښتني وکړې.ديادولو وړ ده چي دنوموړې پروژې په تکميل سره به دياد ښوونځي هغه ستونزې ،چې ورسره لاس او ګرېوان دي حل او فصل شي او دا ښوونځي به د مجهزکتابتون څخه برخمن شي.