افغانستانخبرونه

جاپان د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې همکاري کوي

د جاپان سفير وايي : په افغانستان کې د ځوان بشري ځواک ظرفيت زيات دی او جاپان چمتو دی، چې د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې همکاري وکړي.د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د جاپان له سفير تاکاشي اوکادا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.په دې کتنه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي په ننګرهار کې د کرنې او روغتيا په برخو کې د ډاکټر ناکامورا له کړنو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې د افغانستان په نورو سيمو کې هم د ورته پروژو د تطبيق غوښتنه وکړه.نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال په هېواد کې د کانونو په برخه کې د پانګونې شرايط، په بشپړ ډول چمتو دي او جاپان کولای شي په دې برخه کې هم پانګونه وکړي.د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د جاپان سفير د کورنيو چارو له سرپرست وزير او يو شمېر نورو چارواکو سره هم کتلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *