افغانستانخبرونه

جاپان افغان محصلينو ته تحصيلي بورسونه ورکوي

په کابل کې د جاپان سفارت ويلي، چې هيواد يې افغان زده‌کوونکو ته نوي‌ تحصيلي‌ بورسونه په پام کې نيولي او ژر به په دې برخه کې نوم ليکنه پيل شي.ياد سفارت پر خپله ايکس پاڼه ليکلي‌ چې دا تحصيلي‌ بورسونه د تخصص او دوکتورا تر کچې دي.

د جاپان د سفارت د معلوماتو له مخې ، دا بورسونه د دغه هيواد د پوهنې،‌ فرهنګ،‌ لوبو او علومو او ټکنالوجۍ وزارت له خوا افغان محصلينو ته په ۲۰۲۵ ميلادي‌ کال کې په پام کې نيول شوي‌ دي.
سفارت د نويو اعلان شويو تحصيلي بورسونو په اړه ويلي،‌ چې په شرايطو د برابرو کسانو د غوره کولو بهير په افغانستان کې د اغا خان بنسټ له خوا ترسره کېږي.د جاپان سفارت د دغو تحصيلي‌ بورسونو شمېر نه دی څرګند کړی.جاپان داسې مهال افغان زده‌کوونکو ته د بورسيې ورکولو خبره کړې، چې په دې وروستيو کې له افغان زده‌کوونکو سره د تحصيلي بورسونو مرستې ټکنۍ شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *