افغانستانخبرونه

تېر کال کونړ کې د طبيعي پېښو سلګونو زيانمنو شويو کورنيو سره مرستې شوي

هېواد: د کونړ د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي رياست مسئولين وايي:  د ۱۴۰۲ل کال په جريان کې د بارانونو، سيلابونو، زلزلو، اورلګيدنې او نورو طبيعي ېيښو له امله ۱۲۲۴ کورونه زيانمن شوي چې ۶۸ کورونه مکمل ويجاړشوي او په کې۳۶ تنه شهيدان او ۸۹ نور ټپيان شوي او د دې ترڅنګ د ۷۷۳۸ جريبه زراعتي ځمکې فصلونه او ۸ د چرګانو فارمونه تخريب شوي چې د بېلابېلو دولتي ادارو او همکارو موسسو له خوا ورسره مرستې شوي دي. د کونړ د پيښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي رئيس الحاج قاري ثابت الله صديقي د هېواد ورځپاڼې خبريال ته په يوې ځانګړې مرکه کې وويل: د تېر کال په جريان کې ۵ زره ۸ سوه ۲۸ کورني حيوانات، ۱۳مسجدونه، دوه ښوونځي، يو کلينيک، ۱۶۴ کيلومتره مختلف فرعي سړکونه، ۳۶ پلچکونه، ۱۱زره ۳ سوه او ۲۹ متره ويالې، ۱۶۸ سربندونه ۹ برقي ژرندې او ۷سوه متره استنادي ديوالونه هم زيانمن شوي دي، چې په خپل وخت د پېښو پر وړاندې د مبارزې اوچمتوالي رياست، د سرې مياشتې رياست، د کليو  د پراختيا رياست، د کډوالو چارو رياست، د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو رياست د ولسواليو د اضطراري کميټو او همکارو موسسو( IOM-SCI – DRC-DACAAR-WAW  اوWFP) له خوا ورسره مرستې شوي دي.همداشان قاري ثابت الله وايي، چې څه وخت وړاندې د پېښو د خطر کمونې او وقايې په موخه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او د خطرکمونې رياست له لوري له را استول شوي تخنيکي ډلې سره په ګډه د دې ولايت په نورګل، څوکۍ، خاص کونړ، سرکاڼو، مروره، غازي اباد او وټه پور ولسواليو کي ۱۳ اسيپ پذيرې  سيمې چې د سيلابونو له جدي ګواښ سره مخ وې، په نښه شوې او پلان کې شاملې شوي دي، چې په راتلونکي وخت کي به پرې عملي کار پيل شي.نوموړي وايي، دا چې کونړ ولايت د هېواد په سطحه يو د اسيب پذيره ولايتونو له جملې څخه دي او هغه ساحې چې د طبيعي پېښو له تهديد سره مخ دي، که د نوموړو ساحو د مخنيوي لپاره د حل لارې ولټول شي، نو اميد شته چې د ډېرو زيانونو او تلفاتو کچه به راټيټه شي.ښاغلي صديقي د ځينو وړانديزونو يادونه هم وکړه چې په وينا يې د رياست د کارکوونکو لپاره بايد روزنيز پروګرامونه جوړشي، د عامه پوهاوي لپاره دې مواد او بوديجه ځانګړې شي. د دفتر او ګدام لپاره د ځمکې رانيول اړين دي، همدا رنګه نقليه وسايط ياد رياست ته ځانګړې کول تر څو په خپل وخت او زمان پېښو ته رسېدګي وشي، په وقايوي برخه کې دې هم کونړ ولايت ته خاصه پاملرنه وشي، ځکه تر اوسه په وقايوي برخه کې د ملي ادارې له خوا کومه پروژه نه ده تطبيق شوي.ده وويل، لکه څنګه چې پرسونل کم او کارونه زيات او کاري ساحه پراخه ده، نو د ولايتي مسئولينو په معاشاتو کې دې زياتوالي راشي.  نوموړي د خپلو لاسته راوړنو په اړه هم و ويل، چې په خپل وخت له ولسواليو سره اړيکې نيول شوي او د ستونزو په اړه يې اجراءات ترسره شوي دي. د نوموړي په وينا رياست ته د پيښو په خپل وخت راپور ور کړ شوي او د ټولو سکتوري ادارو او مرستندويو موسسو ترمنځ د کومک په وېشلو کې همغږي رامنځته شوې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې فرهنګ ايجاد شوي او د پراختيا په حالت کې دي؛ مستحقينو ته په خپل وخت مرستې رسېدلي دي، د پيښو د رامنځته کېدو په وخت کې د سروې ډلې په خپل وخت زيانمنو ساحوته رسېدلي او اجراءات يي ترسره کړي دي.د ده په وينا دا چې کونړ کې ځينې ستونزې او ننګونې شتون لري او وايي په لرې پرتو سيمو کې د اړيکو او وسايلو کمښت، بل دا چې د کونړ ولايت جغرافيه ستونزمنه ده، په بېړنۍ بوديجه کې دې زياتوالي راشي، په وقايوي برخه کې دې بوديجې او پروژو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

سميع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *