خبرونه

تېر کال په تخار کې شاوخوا ۱۴۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوي

د تېر ۱۴۰۲ لمريز کال په اوږدو کې په تخار کې د احصايې او معلوماتو رياست د دغه ولايت پر وګړو څه کم ۱۴۰ زره پېژند پاڼې وېشلي دي.د ياد رياست د معلوماتو له مخې، په دغې موده کې يې په ټوليز ډول ۱۳۹ زره او ۸۸۳ کسانو ته تذکرې وېشلي، چې ۶۸ زره او ۱۴۹ برښنايي او ۷۱ زره او ۷۳۴ يې کاغذي پېژند پاڼې دي.د تخار ولايت د احصايې او معلوماتو رئيس قاري شيرشاه بريال ويلي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۵۰۰ کسان د الکترونيکي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست ذيربطو دفترونو ته مراجعه کوي.ښاغلي بريال زياته کړه: «د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوي اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې ۶ زره او ۸۲۹ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۱۱ زرو او ۲۵۱ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۰ زره او ۶۶۸ زېږون کارتونه او ۵۸۳ د مړينې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي».د تخار ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برښنايي پېژند پاڼو د وېش څانګې فعالې دي او هره ورځ نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي. په خپرو شويو معلوماتو کې راغلي: «په دې وېش څانګو کې غوښتونکو ته د نويو پېژندپاڼو پر وېش سربېره له  وېش وروسته خدمتونه (د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت، د مثني تذکرې وېش او د عکس  تجديدول) هم وړاندې کېږي».د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سيمو او ولسواليو ته غځولې ده چې د يادو سيمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولاي شي خپلې الکترونيکي تذکرې ترلاسه کړي.دا په داسې حال کې ده، چې په تېر کال کې په ټول افغانستان کې خلکو ته ۳ ميليونه او ۱۲۴ زره برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

د احصايي ملي ادارې له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش د بهير له پيل راهيسې تر دې مهاله د ۵، ۷ اووه اعشاريه پنځه ميليونه نارينه او شاوخوا ۴، ۵ پنځه اعشاريه څلور ميليونه ښځو په ګډون شاوخوا ۱۲ ميليونه او ۹۰۰ زره افغانانو برښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي.

د دغې ادارې په وينا يوازې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ۳ ، ۹ نهه اعشاريه درې ميليونه برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.د احصايي ملي ادارې دا هم ويلي، چې دا مهال په کابل او ولايتونو کې ۷۵ مرکزونه او يو ګرځنده ټيم خلکو ته د برښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ پرمخ بيايي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *