افغانستانخبرونه

تېر کال له ترکيې سره د ۱۰۰ ميليونو ډالرو په شاوخوا کې سوداګري شوې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولين وايې ،چې په تېر ۲۰۲۳ميلادي کال کې له ترکيې او روسيې هيوادونو سره د نږدې دوه ميليارده ډالرو په ارزښت واردات او صادرات شوي دي.د ياد وزارت وياند عبدالسلام جواد وايې: په تېر ميلادي کال کې له ترکيې سره د ۱۰۰ ميليونه ډالرو په شاوخوا کې او له روسيې سره د يو ميليارد او ۷۳۹ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.عبدالسلام جواد:(( په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې له ترکيې سره د ۱۰۰ ميليونو ډالرو په شاوخوا کې سوداګرۍ شوې، چې ۲۳ ميليونه ډالره د افغانستان صادرات او ۷۷ ميليونه ډالره هم واردات شوي دي. له روسيې سره هم د يو ميليارد او ۷۳۹ ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي چې ۲۵ ميليونه يې صادرات او يو ميليارد او ۷۱۴ ميليونه هم واردات دي.))د ياد وزارت مسئولين بهرنيو پانګوالو ته په هيواد کې د پانګونې لپاره د هر ډول همکاريو ډاډ ورکوي او زياتوي ،چې افغانستان د پانګونې لپاره وړ شرايط لري او د کانونو او زراعت له مخې بډاي هيواد دي چې بهرني پانګوال په هره برخه کې پانګونه کولی شي.اقتصادي شنونکي محمد ادريس محمدي ځاځي هم پر دې نظر دی، چې اسلامي امارت بايد په هيواد کې د پانګونې لپاره لا غوره شرايط برابر کړي، تر څو په کور دننه د پانګونې کچه نوره هم لوړه او هيوادوالو ته د کار زمينه برابره شي:((اسلامي امارت بايد په هيواد کې د ننه هغه شرايط رامنځته کړي چې د پانګوالو پام په افغانستان کې پانګونې ته لازيات شي او په دې سره به په لوړه کچه خلکو ته د کار زمينه برابره شي.))
بل اقتصادي شنونکی رحيم مرجان هم وايې، چې حکومت بايد د سوداګرو او پانګوالو لپاره لا مناسب شرايط برابر کړي، تر څو پانګه جذب او صادرات او واردات نور هم زيات شي . د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ترکي پانګوالو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسئولينو سره په وروستۍ ليدنه کې په افغانستان کې د هوايي ډګرونو، د برښنا د توليد او په صنعتي پارکونو او سوداګريزو ښارګوټو کې د پانګونې چمتووالي ښودلي دي.روسي پانګوال هم د کانونو او پټروليمو وزارت له مشرتابه سره په ليدنه کې په افغانستان کې د برښنا د توليد، نفتو او ګازو په برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *