خبرونهنړۍ

تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۵۷ اسرائيلي پوځيان وژل شوي

هيواد: د راپورونو له مخې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطيني مقاومتي ډلو سره په نښتو او چاودنو کې ۵۷ اسرائيلي پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. الميادين خبري آژانس د حماس د سرچينو په حواله خبر ورکړي، چې صهيونيستي پوځيانو ته ډيره مرګ ژوبله د غزې تړانګې شمال کې اوښتې ۷ ټانکونه يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي او ۲۰ تنه پوځيان يې وژل شوي دي. دغه راز القدس لېوا ادعا کړې، چې د غزې تړانګې په مرکزي سيمو کې يې د اشغالګر پوځ درې ټانکونه پر چاودېدونکو توکو الوزولي، چې په پايله کې يې ۱۲ اسرائيلي پوځيان وژل شوي دي. د اسلامي جهاد سرچينو بيا “المنار” تلويزيوني شبکې ته ويلي، چې د غزې تړانګې په “رفح” ښارګوټي کې يې د اسرائيلي پوځ پر يوې اډې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې ۱۵ اشغالګر پوځيان وژل شوي دي. په ورته مهال حزب الله غورځنګ ادعا کړې، چې د لبنان-اسرائيلو پر پوله يې د صهيونيستي پوځ پر يوې اډې د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې ۱۰ تنه اسرائيلي ترهګر پوځيان وژل شوي دي. د يادونې وړ ده، چې اسرائيلي رسنيو هم خبر ورکړي، چې غزه، رفح او له لبنان سره پر ګډه پوله يې په بېلا بېلو پېښو کې ګڼو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *