
د هرات حکومتي مسئولين وايي: سږ کال د ژمي له پيله تر اوسه په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو روږدي ٤٥ کسان مړه شوي دي. د هرات د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير حيات الله روحاني وايي: په وروستيو دوو مياشتو کې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو روږدي ۴۵ کسان مړه شوي دي. د روحاني په خبره د ښار او ولسواليو په کچه د امنيې قوماندانۍ، ښاروالۍ خلکو د ګذر وکيلانو او سيمه ييزې ادارې په ملاتړ د روږدو کسانو ټولولو بهير پيل شوی دی. ده زياته کړه ،چې د روږدو له راټولولو وروسته د ژمي په موسم کې د هغوی ګرم ساتلو لپاره هم تدابير نيول شوي او د درملنې لړۍ يې هم پيلېږي. دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت هم څه موده وړاندې اعلان وکړ ،چې په هېواد کې د سختې يخنۍ له امله د دغه وزارت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت په سپارښتنه د هېواد په کچه څه باندې پر نشه يي توکو روږدي لس زره کسان له يخنۍ د ساتنې او درملنې لپاره راټول شوي او دا لړۍ دوام لري.