افغانستانخبرونه

تېره مياشت افغانستان ته نږدې ۳ زره بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی

هيواد :د سرشمېرنې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هيواد ته د ۲ زره او ۹۷۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړي دي. ثبت شوي ارقام ښيي چې د روان کال په مرغومي مياشت کې د ۱۹ ښځينه‌ وو په ګډون، ۱۵۵۱ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۴۱۹ نور، چې له دې ډلې يې ۱۹ښځې دي، له هېواده وتلي دي. د دې ادارې د ثبت شويو شمېرو پر بنسټ، د بهرنيو وګړو له ټولو ډېر تګ او راتګ د نيمروز ولايت له بندر،  د هرات ولايت له هوايي ميدان او بندرونو او د تورخم بندر له لارې په ګوته شوي دي. د يادولو وړ ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو چارو ترڅنګ، د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوندو خدمتونو مسئوليت هم په غاړه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *