
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تيره اوونۍ شاوخوا ۹ زره افغان کډوال له ايران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، دا کډوال يا په خپله خوښه او يا هم د ايران له لوري په زوره ايستل شوي دي. د دغه وزارت د مالوماتو لهمخې په ياده موده کې له ايران څخه تر ټولو ډېر کډوال نيمروز ولايت ته راګرځېدلي ،چې شمېر يې ۵ زره ۵۷۹ تنو ته رسېږي. تېره اوونۍ په نيمروز کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو رياست ويلي وو، چې په يوه اوونۍ کې د ورېښم پله له لارې دغه ولايت ته له ايران څخه ۷ زره افغانان بېرته راغلي دي.