افغانستانخبرونه

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۱۳زره ټنه انتقالات شوي

په تېره يوه اوونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۱۳زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ د حيرتان، آقينې او تورغونډۍ اوسپنې پټليو له لارې ۱۱۳ زره ۹۷۱ مټريک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په ياد توکو کې ۶۶۷۷ ټنه توکي صادر شوي، چې لويه برخه يې وچه ميوه ده. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي : دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختيا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه يې دا ده، چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړين امکانات برابر کړي او معياري چوپړتياوې وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *