
د ننګرهار د ترانسپورت رياست مسئولينو په تورخم ښارګوټي کې د بار وړونکو موټرو د لنډ مهالي درېدو لپاره د تم ځايونو د جوړېدو خبر ورکوي.د ترانسپورت رئيس مفتي محمد زمان مزمل وايي: دغه تمځايونه د مومندرې ولسوالۍ اړوند ډکې سيمه په نږدې اووه سوه جريبه ځمکه جوړ شوي، چې هدف يې د باروړنکو موټرو لپاره د آسانتياوو برابرول دي ،چې په دې سره په تورخم ښارګوټي کې د ټرافيکي بې نظميو او ګڼې ګوڼې مخنيوی او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.مزمل زياتوي: (( زموږ هدف په تورخم کې د بېنظمۍ مخنيوی او خلکو ته کاري فرصوتونو برابرول دي، ځکه له دې مخکې مشخص تم ځای نه و، چې له امله يې بار وړونکي موټر د سړک پر سر درېدل، نو اوس به دا ستونزه د دې تم ځايونو په جوړېدو سره حل شي او هم له موټر چلوونکو غواړو، چې نوبت مراعات کړي.))بل لور ته د بار وړونکو موټرو چلوونکي د ترانسپورت رياست د دغه اقدام د هرکلی تر څنګ د نوبت په رعايت کې د شفافيت غوښتنه کوي. د يو باروړونکي موټر چلوونکي بخت محمد وايي:له دې وړاندې د تمځايونو د نشت له امله له زياتو ستونزو سره مخ وو او اوس تمه لري چې شته ستونزې به يې تر ډېره حل شي.بخت محمد زياتوي: (( موږ ډېر زيات خوشحاله يو،چې د باروړونکو موټرو لپاره تم ځای جوړ شو، له دې مخکې داسې ځای نه و چې بار وړونکي موټر په کې ودرېږي او په خپل نوبت حرکت وکړي.))په ورته مهال د سيمې اوسېدونکي د دغه تم ځای په جوړېدو خوښ دي وايي: له دې سره به د سيمې خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شي.د مومندرې ولسوالۍ قومي مشر بندي ګل وايي، د باروړونکو موټرو د تمځای په جوړېدو سره به نه يوازې خلک په کار بوخت شي ،بلکې د تورخم له لارې پاکستان ته تلوونکو مسافرو ته به هم اسانتياوې برابرې شي.بندي ګل زياتوي: (( د باروړونکو موټرو لپاره چې کوم تمځای جوړ شوی دا ډېر ښه کار شوی، په دې سره به خلکو ته هم دکار زمينه برابره شي او تورخم کې به هم د ګڼې ګوڼي مخنيوی وشي ځکه له دې وړاندې به تورخم کې زياتره ماشومان د همدې موټرو د بې نظمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.))د ترانسپورت رياست مسئولين دغه راز زياتوي هغه پاکستاني موټر چې قانوني اسناد ونه لري، د تورخم په بندر کې به تخليه او مالونه به يې د افغاني موټرو په واسطه د هېواد ګوټ ګوټ ته رسول کېږي.