خبرونهنړۍ

تل ابيب کې د نتنياهو پر خلاف ستر لاريونونه پيل شوي

هيواد:د اسرائيلي رسنيو د راپورونو له مخې د اسرائيلو پلازمېنه تل ابيب کې د لومړي وزير نتنياهو پر خلاف ستر لاريونونه پيل شوي دي.لاريونوال د نتنياهو استعفاء او غزه کې حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطيني مقاومتي ډلو سره د بندي اسرائيلي وګړو د خلاصون غوښتنه کوي.“هارتس” اسرائيلي ورځپاڼې ليکلي: نتنياهو د يهودو په تاريخ کې له ټولو بدترين مشر دي. اسرائيل له سخت اضطراب او ګډوډۍ سره مخ دي، که د عربو چوپتيا او ملاتړ نه واي ورسره، دې جنګ به يوه مياشت هم وخت نه وای نيولي او فلسطينيانو به جګړه ګټلي واي او يهودي پوځيانو به جګړه بايللې واي.يا ده ورځپاڼه وايي، چې د عربو په ځانګړي ډول د سعودي او متحده عربي اماراتو ملاتړ اسرائيلو ته بقاء ورکړې ده. عرب يواځې په دې موخه له حماس سره دښمني کوي، چې دوي ټول اخوان المسلمين سره دښمني لري او ويره لري که حماس جګړه وګټله په ټوله عربي نړۍ کې به يوځل بيا اخوان المسلمين سر را پورته کړي او عربي هېوادونو کې به واک تر لاسه کړي.د ويلو ده، چې دا لومړي ځل نه دي، چې اسرائيلي وګړي د نتنياهو پر خلاف لاريونونه کوي ،بلکې له دې وړاندې هم بيا، بيا تل ابيب او نورو ښارونو کې ورته لاريونونه شوي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *