افغانستانخبرونه

تر راتلونکي پسرلي د شاه او عروس بند کار ونه بشپړېږي د شاه و عروس بند کار په بشپړېددی

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د شاه او عروس بند د پروژو پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي پورې پای ته ورسېږي او دغه بند به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.د دغه وزارت مسئولين زياتوي، چې د ودانيز شرکت له لوري د دغه بند ۹۷سلنه کارونه پای ته رسېدلي او ګټې اخيستنې ته له سپارل کېدو وروسته به، دغه بند د ۳۶۰۰ هکتاره کرنيزې ځمکې د خړوبولو ترڅنګ، يو اعشاريه دوه ميګاواټه برېښنا هم توليد کړي. د شاه او عروس بند د پروژې مدير امين الله احساس وايي: (( د دغې پروژې کار په ۲۰۱۰ کال کې پيل او ټاکل شوې ،چې د راتلونکي کال په پسرلي کې يې کار بشپړ شي او ګټنې اخيستنې ته وسپارل شي.))د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل د سينديزې حوزې رئيس مجيب الرحمن حقپال هم وايي: ((کارونه يې د ځينو دلايلو له امله وځنډېدل ،چې د اسلامي امارت له راتګ سره بېرته پيل شول او اوس يې کارونه ۹۷ سلنه بشپړ شوي دي.)) د اوبو رسونې دولتي شرکت کابل ته د شاه اوعروس بند د اوبو د رالېږدولو د پروګرام د طرحې د څېړلو د کار د پای ته رسېدو خبره کوي او وايي، چې ګټې اخيستنې ته د دغه بند په سپارل کېدو سره، دغه شرکت کابل ښار ته د اوبو لېږدولو لپاره چمتو دی.د کابل ښار د اوبو رسونې اوکانالېزاسيون شرکت رئيس نعمت الله احمدي څرګندوي: ((ډيزاين او سروې يې بشپړه شوې او موږ چمتو يو،چې د شاه او عروس بند بشپړ شي، له هغې وروسته خپله پروژه پيلوو.))د افغانستان د اوبو رسونې شرکت پخواني رئيس حميدالله يلاني وايي: (( يوه له غوره پروژو څخه ده چې کولای شي د اقتصاد له ودې او د کرنې له پراختيا سره مرسته وکړي.))د شاه او عروس بند د جوړېدو کار په ۱۳۹۱کال کې پيل شو او تمه کېده، چې يو ايراني شرکت د دغه بند چارې په درې نيمو کلونو کې بشپړې کړي، خو له هغه وخته د څه باندې يوې لسيزې په تېرېدو سره، تراوسه ګټې اخيستنې ته نه دی سپارل شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *