افغانستانخبرونه

ترکیې یوځل بیا له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي او ددغه وزارت پر دیپلوماتانو برید یې غندلی دی.
په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر له افغانستان سره د بشر پاله مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې په نږدې ورځو کې به د ترکیې له لوري د بشر پاله مرستو اوومه جوپه هم افغانستان ته راورسیږي.
په دغه لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پياوړتیا او دویزو د اجرا په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *