خبرونهنړۍ

ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۴۳۰۰ ته ورسېد

د راپورونو له مخې په ترکیه او سوریه کې د زورورې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر اوس له ۴۳۰۰ اوښتی دی.

د ترکیې د بیړنیو پېښو اداره وايي،‌ په دغه هېواد کې تر ۲۹۲۱ ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

د ترکیې مرستیال ولسمشر فؤاد اوکتای وايي، له ۴۷۴۸ ویجاړو شویو ودانیو څخه ۷۸۴۰ خلک ژوندي رایستل شوي دي.

سوریه کې بیا روغتیايي چارواکو د څه باندې ۱۴۴۴ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي. وېره دا ده چې ښايي لا هم ګڼ خلک تر کنډوالو لاندې ایسار وي.
د زلزلې اغېز د سوریې، لبنان او عراق په څېر ګاونډیو هېوادنو کې هم حس شوی دی.‌
مصر کې هم خلکو ویلي زلزله یې حس کړې ده
د ویلو ده چې د نړۍ بېلابېلو مشرانو او هېوادونو د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د مرستې او ملاتړ ژمنې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *