
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکي وايي، سږ کال د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده. په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ؛ په نږدې راتلونکي کې به يو شمېر ترکي پانګوال افغانستان ته سفر وکړي.د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام اخندزاده جواد د يکشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې د ترکيې او افغانستان ترمنځ سوداګريزې او اقتصادي اړيکې ۳۰۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلي دي او ممکنه ده چې په راتلونکي کې نور هم زيات شي.جواد څرګنده کړه، يوازې په تېرو څلورو مياشتو کې د افغانستان او ترکيې تر منځ د سوداګرۍ کچه له ۳۰ ميليونو ډالرو ډېره شوې، چې له دې جملې څخه ۵ ميليونه ډالره يې د افغاني توکو په صادراتو پورې اړه لري.د افغانستان لاسي اوبدلې غالۍ، وچه مېوه او قيمتي ډبرې د نورو هيوادونو په بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري او دغه توکي نورو هيوادونو په ځانګړې توګه ترکيې ته د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له ترکيې سره د سوداګريزو توکو د صادراتو او وارداتو لړۍ څو مياشتې وړاندې د لومړي ځل لپاره د افغاني لاريو په کارولو سره پيل شوه.د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند وايي ،چې د سوداګرو مالونه د باروړونکو موټرو په واسطه د آقينې له بندر څخه د ترکمنستان، ايران او بيا ترکيې ته ليږدول کېږي او له دې لارې له دغه هيواد څخه سوداګريز توکي هم افغانستان ته واردېږي.د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند امام الدين احمدي په دې اړه وايي: (( موږ په ډېرو هڅو سره وکولای شو، چې خپل افغان ترانسپورټي شرکتونه خپل ملکيتونه ترکيې ته ولېږدوو او بېرته يې افغانستان ته راوړو.د احمدي د څرګندونو پر بنسټ؛ دوی هڅه کوي، چې د هيواد ترانسپورټي شرکتونه وکولای شي، اروپايي هيوادونو ته هم صادرات او واردات وکړي. په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر محمد يونس مومند د افغان غږ خبري آژانس خبريال ته ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې به يو شمېر ترکي سوداګر د پانګونې لپاره افغانستان ته راشي.د مومند د څرګندونو له مخې: ترکي سوداګر ليواله دي ،چې په افغانستان کې د سړک جوړولو، انرژۍ، صنعت او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.له دې سره سره د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مديره پلاوي غړی خانجان الکوزی ټينګار کوي ،چې د افغانستان او ترکيې تر منځ د سوداګرۍ د ودې لپاره بايد د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه او تر منځ د هوايي دهلېز له لارې الوتنې پيل شي. د ښاغلي الکوزي د څرګندونو پر بنسټ؛ د ترکيې او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو او ترانزيتي آسانتياوو په برخه کې د ګډې سوداګريزې خونې جوړېدل اسانتياوې رامنځته کوي، سوداګري زياتوي او پانګونې جذبوي.په همدې حال کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې وړمه ورځ ورځ اعلان وکړ، چې د لومړي ځل لپاره له دغه ولايت څخه دوه زره ټنه افغاني پنبه ترکيې او ايران ته صادره شوې ده. د دې خونې د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ؛ پخوا به افغاني پنبه يوازې پاکستان ته صادرېده، خو اوس د هيواد د پنبې لپاره نوي بازارونه پيدا شوي او ځينو ته يې د کار زمينه هم برابره کړې ده.