
د ترکيې د کډوالۍ ادارې ويلي، چې د تېرې يوې اوونۍ پر مهال يې د ۵۹۸ افغان کډوالو په ګډون له دغه هېواد څخه ۲۰۱۸ ناقانونه کډوال شړلي دي.يادې ادارې د وري پنځمه په يوې خبرپاڼه کې ويلي ،چې دغه کسان د وروستۍ يوې اوونۍ په ترڅ کې له ياد هېواد څخه ايستل شوي دي.د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د مارچ له ۱۷مې تر ۲۳مې نېټې پورې د ترکيې پوليسو په ټوله ترکيه کې ۲۵۲۷ ناقانونه کډوال نيولي دي.د شړل شويو کډوالو له ډلې يې ۵۹۸ افغانان، ۳۸ پاکستانيان او ۱۳۸۲ د نورو بېلابېلو هېوادونو وګړي دي چې د يادو هېوادونو نومونه نه دي اخيستل شوي.د ترکيې د کډوالۍ اداره زياتوي چې د ۲۰۲۳ م کال له پيله له دغه هېواد څخه په ټولييزه توګه ۲۴۲۸۷ کسان ډيپوټ شوي دي. يادې ادارې ټينګار کړي چې تېر کال لږ تر لږه ۱۲۴زره او ۴۴۱ ناقانونه کډوال له دغه هېواد څخه شړل شوي دي.