افغانستانخبرونه

ترکيې د ښوونکو د وړتيا لوړولو سيمينارونو ته چمتووالي ښودلی

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا د ترکيې د معارف بنسټ له مشر علي کارا ګوز سره وکتل. علي کارا ګوز په دې کتنه کې وويل، چې د ترکيې د معارف بنسټ د افغانستان په ۸ ولاياتو کې ۴۹ ښوونيز مرکزونه لري، چې ۴زره ۹۸۹ تنه افغان زده کوونکي پکې په زده کړو او ۱۰۲۶ تنه ښوونکي او اداري کارکونکې پکې په ښوونه او اداري کارونو بوخت دي. نوموړي زياته کړه، ياد بنسټ چمتو دی، چې د پوهنې وزارت اړوند افغان ښوونکو او اداري کارمندانو ته د وړتياوو د لوړولو سيمينارونه هم داير کړي. د پوهنې وزارت سرپرست په خپلو څرګندونو کې د ترکيې د معارف بنسټ مشر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د تاريخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو دوستانه اړيکو او مشترکاتو ته اشاره وکړه او ترکيې ته د خپل مخکېني سفر په ترڅ کې ېې د ياد هېواد د ديني عالمانو، دولتي مسئولينو او خلکو له تاوده هرکلي څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه ،چې په خپل ټول توان سره به هڅه وکړ چې د ياد بنسټ ښوونيزو خدمتونو ته لازمې آسانتياوې برابرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *