
د ترکيې د کډوالو چارو ادارې ويلي، چې زرګونه ناقانونه کډوال يې نيولي او په راتلونکو څو ورځو کې به پنځه زره نور افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم ترکيې ۴۷۷ افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي. د ترکيې د انادولو خبري اژانس د کډوالو چارو ادارې له قوله خبر ورکړی، چې د جنورۍ له لومړۍ تر پنځمې نېټې يې په ترکيه کې ټولټال دوه زره ناقانونه کډوال نيولي او د دوی له ډلې يې زره تنه يې خپلو هېوادونو ته ستانه کړي،چې افغانان هم په کې وو. د دغه اژانس د خبر له مخې، ټاکل شوې څو راتلونکو ورځو کې پنځه زره نور افغان کډوال هم له ترکيې واېستل شي. په ترکيه کې له کډوالو سره د ترکي پوله ساتو له لوري د ناوړه چلند ويډيوګانې هم لاس په لاس کېږي او ويل کېږي ،چې دغه هېواد پر افغان کډوالو محدوديتونه سخت کړي دي.