
د افغاني سرې مياشتې رئيس په کابل کې د ترکيې له سفير جهاد ارګيناي او مل پلاوي سره په ليدنه کې له نوموړي غوښتي، چې د افغانستان رښتيني انځور او بشري اړتياوې نړۍ ته روښانه کړي، ترڅو نړيوال له افغانستان سره تعامل او مرستو ته را وړاندې شي. په دې ليدنه کې د ترکيې سفير د افغانانو د لاسنيوي ډاډ ورکړی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د يتيمانو د پالنې د مرکزونو جوړولو او کونډو ته د کاري فرصتونو د پيدا کولو په برخه کې د اخيستي ګام پلی کولو هڅه کوي.