خبرونهنړۍ

ترکيه : له ناټو سره د سوېډن د غړيتوب ملاتړ نه کوو

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي: انقره به په ناټو کې د سوېډن د غړيتوب ملاتړ ونه کړي. اردوغان دا څرګندونې د سويډن پلازمېنه کې د ترکيې سفارت مخې ته په يوه لاريون کې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآنکريم د سوځولو له پېښې له خبر خپرېدو دوه ورځې وروسته کړې دي. د شنبې په ورځ د سويډن د يوه کيڼ اړخي ډنمارکي سياستوال په مشرۍ يوه لاريون کې د قرآنکريم يوې نسخې ته اور واچول شو.‌ اردوغان ويلي، چې سويډن بايد له ناټو سره د يوځای کېدو لپاره د ترکيې ملاتړ ته په تمه نه شي. ورته مهال د ترکيې دفاع وزير هم انقرې ته د خپل سويډني سيال سفر د دغو لاريونونو له امله لغوه کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *