افغانستانخبرونه

تحريک انصاف په ټاکنو کې د انصاف غوښتنه کوي

په داسې حال کې چې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د څو مختلفو قضيو په تور زندان کې د خپل بند شپې او ورځې تېروي، ګوند يې د دې هيواد د تېرې پنجشنبه په ټاکنو کې تر دې مهاله مخکښ دی او د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د راپور له مخې تر دا اوسه يې د پارلمان ۱۰۲ څوکۍ ګټلې دي.له تحريک انصاف وروسته د نواز شريف مسلم ليګ دويم ګوند دی، چې ډېرې ۷۳ څوکۍ يې تر لاسه کړې دي.دواړه تحريک انصاف او مسلم ليګ په دغو ټاکنو کې د بريا ادعا کوي او د تحريک انصاف مشرانو دغه راز د سوله ييزو لاريونونو خبرداری هم ورکړی دی.امريکا، انګلستان او ځينو نورو هيوادونو د پاکستان د تېرې پنجشنبه ټاکنو کې د فساد په اړه اندېښنه ښودلې ده.دوی د رايو په شمېرنه کې پر شفافيت ټينګار کړی دی.دغه راز د تحريک انصاف له ملاتړ څخه برخمنو نوماندانو، چې دغو ټاکنو کې مخکښ دي، هم ادعا کړې، چې ځينو سيمو کې پوځ هڅه کړې، چې د نوازشريف او نورو ګوندونو پر ملاتړ صندقونه ډک کړي.د پاکستان تحريک انصاف عمران خان ګوند اوسني مشر ګوهرخان د دې هيواد په ټولو اداراتو غږ کړی، چې د دوی د ګوند ترلاسه کړيو پايلو او حق ته درناوی وکړي.نوموړي ادعا کړې، چې د پنجشنبه په ټولټاکنو کې يې ۱۷۱ څوکۍ ترلاسه کړي او دوي د دغو ټولو څوکيو د رسمي اعلان غوښتنه کوي.
تحريک انصاف په داسې مهال د ۱۷۱ څوکيو د ګټلو ادعا کوي، چې د دې هيواد د ټاکنو کمېسيون د دغه ګوند ګټلې څوکۍ يواځې ۱۰۲ اعلان کړې دي.د پوځ مشر عاصم منير بيا له ټولو ګوندونو غوښتي، چې د هيواد د څو ټوټو کېدو مخه ونيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *