افغانستانخبرونه

 بګراميو کې عصري پارک جوړ شوی

کابل ښاروالي وايي: د پراختيايي کارونو په لړ کې يې دا ځل د کابل ښار په ۱۱مه ناحيه کې د يوه عصري او معياري پارک د جوړېدو چارې پيل کړې دي.د کابل ښاروالۍ مسئولينو ويلي، ياد پارک به په څلورو مياشتو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د کابل ښار د ۲۲ مې ناحيي بګراميو سيمه کې پر ۱۴ زره متره مربع ځمکه د يوه تفريحي پارک د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.‏دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مسئولين هڅه کوي، چې تر راتلونکو څو کلونو پورې په کابل ښار کې  د پام وړ بدلون راولي او د پلازمېني له معيارونو سره يې برابر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *