افغانستانخبرونه

بلخ کې تېر کال ۲۴۳ جوماتونه جوړ شوي

د بلخ امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست مسئولين وايي، چې تېر کال د دغه ولايت په مرکز مزار شريف او بېلابېلو ولسواليو کې ۲۴۳ جوماتونه جوړ کړي دي.د دغه رياست وياند مولوي نصرت الله هوتک باختر آژانس ته ويلي، چې په تېر کال کې يې ۲۳۶ شکايتونو او عريضو ته رسېدنه کړې او دغه راز د مرکز په ګډون بېلابېلو ولسواليو کې ۲۴۳ جوماتونه جوړ کړي دي.
هوتک زياته کړه، چې په دغه موده کې د ۲۳۶ شکايتونو او عريضو له منځه ۸۰ عريضې د دغه رياست له لوري حل شوي ۸۰ اړوندو ارګانونه ته راجع شوي او پاتې نورې تر څېړنو لاندې دي.
د نوموړي په خبره، په دغه ولايت کې د مېرمنو د خوندي فعاليت لپاره د خديجه الکبرا په نوم يو مارکيټ چې ۲۰۰ دوکانونه لري جوړشوي، چې په کې زيات شمېر مېرمنې په کار بوختې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *