
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوتو زرداري له پاکستاني تحريک طالبانو يا ټي ټي پي سره خبرې رد کړې او څرګندوي، چې هېواد يې په افغانستان کې د دغې ډلې پر ضد د بريدونو اراده نلري.بلاول بوتو زرداري د نړۍ د اقتصادي سرمشريزې په څنډه کې اناتولي خبري اژانس ته ويلي: موږ د پولې په اوږدو کې د عملياتو له پيلولو سره ليوالتيا نلرو او نه غواړو، چې له رامنځته شوې اوږدې جګړې وروسته د نورو پوځي مداخلو ملاتړ وکړو.نوموړي له واشنګتن پوست سره په مرکه کې له هغو وسلوالو سره خبرې رد کړي، چې د پاکستان اساسي قانون او قوانينو ته درناوی نهکوي.ده څرګنده کړې: په پاکستان کې نوې رهبري؛ که سياسي ده او که پوځي، دواړه ډېر څرګند دريځ لري. له هغو ترهګرو سازمانونو سره به خبرې ونشي، چې زموږ قوانينو او اساسي قانون ته درناوي نهکوي.