افغانستانخبرونه

بغلان : ۳۰ زره تنه به مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړي

د بغلان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست مسئولين په‌ دې ولايت کې د شپږو ويجاړو شويو مخابراتي سايټونو د بيارغونې بهير له پيلېدو خبر ورکوي. د دغو سايټونو له فعالېدو سره به لږ تر لږه دېرش زره تنه د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي. اوس‌ له شپږو مخابراتي سايټونو يوازې دوه سايټه فعال دي، خو ډېر ژر به د مرکزي بغلان او برکه ولسواليو کې څه باندې شپږ زره کورنۍ د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.د بغلان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس عبدالحنان زياتوي: ((اسلامي امارت انشاءالله په پلان کې لري، مخابراتو رياست او وزارت ،چې کوم سايټونه کار نه‌کوي يا خراب شوي بېرته جوړ کړي او په فعاليت به پيل وکړي.))په بغلان کې يو قومي مشر جان بازخان وايي: ((اوس خلک له دې پايې نه ډېر راځي دي او ښه کار کوي او له تاسو ټولو نه موږ هم خوشحاله يوو ،چې موږ مو دلته ودرولو او پوښتنه مو وکړه، دا ډېر ښه کار دی.))بل‌خوا د بغلان يو شمېر اوسېدونکي وايي: لا هم د دې ولايت د زيات شمېر کليو اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې پاتې دي.د بغلان اوسېدونکي محمد هاشم وايي: ((ډېره لويه سيمه ده او ډېر خلک لري او دا خلک دې شيانو ته اړتيا لري، بايد ټولو له دې مسايلو پوه واوسو.))د بغلان يو بل اوسېدونکی عبدالحميد زياتوي: ((له دې وړاندې له ډېرو ستونزو سره مخ وو، اوس چې دا فعال شوي، زموږ ستونزې حل شوي.))ورته مهال، د بغلان مخابراتو رياست مسئولين ويلي: هڅه کوي راتلونکی کال د دې ولايت زياتې سيمې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.په بغلان کې د افغان ټېلې کام ولايتي مسئول سمئع‌الله عمري وايي: ((د مرکزي بغلان برکې ولسوالۍ په ناقلين کلي او زوړ بغلان ښار کې د سايټونو فعالولو سره څه باندې شپږ زره کورنۍ له دې ګټه پورته کوي. موږ نور هم هڅه کوو ،چې څلور نور سايټونه فعال کړو.)) د ځايي مسئولينو په وينا: دا چې د بغلان زياتې سيمې غرنۍ دي، له دې امله د مخابراتي شبکو د خدماتو غځول زيات مالي لګښت ته اړتيا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *