
د بغلان مرکز پلخمري ښار کې يوې سوداګرې مېرمنې د کېک او کلچو د توليد کارخونه جوړه کړې چې په ياده کارخونه کې ۳۰ ښځو ته د کار کولو زمينه برابره شوې ده.مېرمن زرمينه نوابي وايي: له خپلې شخصي شتمنۍ څخه يې د دوه ميليونه افغانيو په لګښت دغه کارخونه جوړه کړې ،چې ۳۰ بېوزله مېرمنې پهکې پر کار بوختې دي.د هغې پر وينا: په يادې کارخونه کې څه باندې ۱۰ ډوله کلچې او مربا توليدېږي. هغه همداراز زياتوي: که امکانات ورته برابر شي، نورو مېرمنو ته به هم د کار زمينه برابره کړي.نوموړې وويل: (( که ماشين الات ولرو، ښه بيه ولرو، کولای شو ،چې له ۵۰۰ زياتو مېرمنو ته هم د کار زمينه برابره کړو. ))يوشمېر هغه مېرمنې چې ياده کارخونه کې ورته د کار زمينه برابره شوې، وايي: په دې ځای کې په کار کولو سره کولی شي خپلې او د خپلو کورنيو د اړتياوو يوه برخه پوره کړي.بيبي عاطفه هغه مېرمنه ده، چې دې کارخونه کې کيک او کلچې پخوي. نوموړې وايي: ((زه خوشحاله يم، له موږ بايد ملاتړ وشي، څو موږ خپل کار ته وده ورکړو او خپل کارکوونکي زيات کړو. توليد مو زيات کړو دا کورني خواړه دي او د روغتيا لپاره هم ښه دي.