افغانستانخبرونه

بغلان کې سېلاب ځپلو ته روغتيايي کمپ جوړ شو

د عامې روغتيا وزارت ويلي، چې د بغلان ولايت د وروستيو سېلاب ځپلو ټپيانو د درملې په موخه يې د دې ولايت بورکې ولسوالۍ کې يو روغتيايي کمپ جوړ کړي دي. د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد دې کمپ کې د وړاندې کېدونکو خدمتونو د ارزونې او کتنې په موخه بورکې ولسوالۍ ته سفر کړی. د يادونې وړ ده، چې د افغان حکومت د اقتصادي مرستيال په ګډون يو شمير نور مسئولين لا هم د بغلان سېلاب ځپلو ته د غوره رسيدنې په موخه ياد ولايت کې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *