افغانستانخبرونه

بغلان کې د لسګونو روږدو درملنه شوې

بغلان کې ۳۰ تنه نور په نشو روږدي کسان له ۴۵ ورځو درملنې ترلاسه کولو وروسته روغ او خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.د بغلان د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير ملا محمد نبي کامران باختر اطلاعاتي اژانس ته ويلي، چې دغه روږدي د پلخمري ښار له مختلفو سيمو څخه راټول شوي وو او اړوندو روغتيايي کمپونو کې له درملنې وروسته خپل عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.نوموړي زياته کړې، اوس مهال په دغه ولايت کې هېڅ روږدي د سړک پر سر او يا ازاده فضا کې نه دي پاتې او ټول راټول شوي او په دوو ځانګړو کمپونو کې تر درملنې لاندې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *