افغانستانخبرونه

بغلان کې  د اور وژنې ادارې لپاره ودانۍ جوړېږي

د بغلان  د امنيې قوماندانۍ له لوري د دوشي ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د اطفايې، اور وژنې برخې لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې د کورنيو چارو وزارت په مالي لګښت پيل شوې دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ د تاميناتو مرستيال قاري عبدالمجيد مصطفي وايي، چې دغه پروژه د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو رياست له پرمختيايي بودجې څخه د ۴ ميليونه، ۲۹۸ زره او ۱۵۱ افغانيو په لګښت يې د يو خصوصي شرکت  سره تر قرارداد وروسته کار پيل شو، چې د دغې څانګې په جوړېدو سره به د دوشي ولسوالۍ د اور وژنې برخې ستونزې حل شي.

د دوشي ولسوال نورالدين فاتح وويل: (( دوشي ولسوالۍ په شمال کې يوه له مهمو ولسواليو څخه ده، چې د نهو ولايتونو مسافر له دې ولسوالۍ څخه تېرېږي او د دې ولسوالۍ د خلکو يوه لويه ستونزه د اور وژنې څانګې نشتوالى و او د خلکو غوښتنه له اسلامي  نظام څخه د دغې څانګې جوړول و،الحمدلله د خلکو غوښتنې ته د اسلامي امارت د مشرانو له خوا لبيک وويل شو او د دغې څانګې د جوړولو کار پيل شو.د امنيې قوماندانۍ د تعميراتو مدير انجنير نورالرحمن (( رحماني)) وويل: دغه پروژه د دې ولسوالۍ د اړتياوو له مخې پلې کېږي او په نږدې راتلونکي کې د اړتياوو له مخې به د نورو ولسواليو د امنيې قوماندانۍ د ودانيو، جوماتونو او د ولسواليو د څانګو د ودانيو د ترميم او جوړولو چارې هم پيل شي.        باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *