افغانستانخبرونه

بغلان: څه د پاسه ۵۰۰۰ جريبه دولتي ځمکه تثبيت او له غصب څخه وژغورل شوه

په بغلان کې د دولتي غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې ددې ولايت په دوشي ولسوالۍ کې څه د پاسه پنځه زره جريبه ځمکه تثبيت او له غصب څخه يې وژغورله.د بغلان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست د معلوماتو برخې مدير ولي آمرخېل وايي، چې بغلان کې د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بيرته راګرځولو د تخنيکې کمېټې ټولو غړو او مشر يې قاري محراب الدين بلال د دوشي ولسوالۍ اړوند د کيله ګي په سيمه کې ۵۲۴۶ جريبه امارتي ځمکه تثبيت او د غاصبينو له لوري پرې جوړ شوي کورونه يې ړنګ کړل.امرخېل زياته کړه، چې ددې غصب عاملين عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي څو په دې اړه وضاحت ورکړې چې د کوم سند له مخې يادې دولتي ځمکې په خپلسري ډول غصب کړې وې.د بغلان اوسېدونکي د حکومت ددې اقدام هرکلی کوي او ټينګار يې دادی، چې ياده کمېټه دې د بغلان په ټولو برخو کې هغه دولتي جايدادونه بېرته وګرځوي چې د غاصبينو له لوري په تېرو څو لسيزو کې غصب شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *