
د برېتانيا د پارلمان ځينو غړو په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې په اوسني وخت کې له افغانستان سره د بشري مرستو د راکمولو وخت نهدی. دوی د برېټانيا له بهرنيو چارو وزارته غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د برېتانيا د پارلمان ځينې غړي وايي: په افغانستان کې ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري او بريتانيا بايد له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.