افغانستانخبرونه

باميانو کې ښځينه سوداګريز مارکېټ جوړ شو

د باميانو  سيمه ييز مسئولين د ياد ولايت د مرکز اړوند د عيسی خان په فاميلي پارک کې د لومړی ځل لپاره د ښځينه سوداګرو لپاره د يو سوداګريز مارکېټ د پرانيستلو خبر ورکړی دی. د دې ولايت مسئولينو ويلي، چې په دې مارکېټ کې د ښځينه سوداګرو لاسي صنايع، افغاني جامې، خامک دوزي، افغاني ګنډ، مېناتوري اثار، وطني غالۍ او نور اړوند توکي د پلور لپاره وړاندې شوې دي. ورته مهال په باميانو کې د کډوالو په چارو کې د نړيوالې ادارې د دفتر مشر محمد اشرف نيازي وويل، چې په ياد مارکېټ کې ۱۸ پلورنځي، يو هوټل او پراخه شنه ساحه شتون لري چې د ښځينه سوداګرو د صنعت د ودې لپاره جوړ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *