افغانستانخبرونه

باميانو کې د اوبو رسولو شبکو د لابراتوارونو ټسټ پيل شو

د پورتني کندز( باميانو) سينديزې فرعي حوزې مسئولينو د اوبو او انرژۍ وزارت د لابراتوارونو د څېړنو د مسئولينو په همکاري د باميانو ښار په مرکز کې د اوبو رسولو شبکو د لابراتوارونو ټسټ پيل کړ.

د نوموړې سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم الحاج ملا داود علي د خصوصي شرکتونو مسئولين او اړوند انجنيري ټيم خلکو ته د خدمت رسولو په برخه کې رښتينولي او امانتداري ته وهڅول او زياته يې کړه، چې د اوبو د ټسټولو په بهير کې له بشپړ دقت څخه کار واخلي.

ټاکل شوې ده، چې د باميانو ښار په مرکز او ټولو ولسواليو کې له ټولو اوبو رسولو شبکو څخه د بيولوژيکي او کيمياوي ټست په موخه  سمپل واخيستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *