خبرونهنړۍ

بارانونو د ترکيې زلزله ځپلي له ستونزو سره مخ کړي

د ترکيې په ختيځ کې هغه کورنۍ چې د تېرې فبرورۍ مياشتې د زلزلې له امله يې کورونه ويجاړ شوي، وروستيو بارانونو له ستونزو سره مخ کړي دي. د ترکي رسنيو د راپورونو له مخې، د هاتای ولايت په اسکندرين سيمه کې د باران اوبه د خلکو خيمو ته ننوتلي او خلکو ته يې سختې ستونزې جوړې کړې دي. بلخوا د اپوزيسيون يو سياستوال جانان کفتان جوغلو وايي: له زلزلې يوه مياشت وروسته هم د حکومت له خوا شوې ژمنې نه دي پوره شوې. د تېرې فبرورۍ مياشتې د شپږمې نېټې په زلزله کې، چې د ترکيې او سوريې ځينې برخې يې ولړزولې ، تر ۵۵ زره ډېر کسان ووژل. يوازې په ترکيه کې د قربانيانو شمېر شاوخوا ۴۸ زره ښودل شوي دي. په دواړو هېوادونو کې زرګونه کورونه هم ويجاړ شوي، چې له امله يې سلګونه زره کسان په موقتي خيمو او بېړنيو سرپناوو کې ژوند کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *